لاهور کښې دیوال راپریوتلې، درې ماشومان وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب صوبې لاهور بادامی باغ په کهوکهر کلي کښې د لامبو وهلو د حوض دیوال د نړېدو له امله درې ماشومان وژل شوی او درې نور ټپیان شوی دی.
دپوليسو وينا ده چې دغه ماشومان په سوئمنگ پول کې حمام کولو ته راغلي وو چې د پول څلور دېوالونو نه يو پرې راپريوتو چې له امله يې شپږ ماشومان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره دغلته خواجه سعيد هسپتال ته رسول شوي چې پکې ماشومان مړه شوي دي.
په وژل شویو کې ۱۲ کلن ثقلین، ۱۴ کلن دلاور او ۱۴ کلن اظهر لیاقت شامل دي، په ژوبلو کې ساغر، حمزه او باسط شامل دي.
دپوليسو ترمخه په دغه پيښه کې وژل شوى 14 کلن اظهر دک قصور اوسيدونکى وو اؤ دغلته رخصتۍ لپاره راغلى وو.





