سندهه کښې بلدیاتي ټاکنې، پیپلز پارټي بریالۍ شوې

0
70

باغی رپورټ
د سندهه صوبې ١٤ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو نتيجې راتلل دوام لري چې تر اوسه د نا تاييد شوو او غير رسمي نتايجو له مخې په بلدياتي انتخاباتو کې پيپلز پارټۍ بريا ترلاسه کړې ده.

د ښاروالۍ د کمیټو له ۳۵۴ څوکیو څخه تر اوسه د ۲۸۵ څوکیو پایلې اعلان شوې دي.
جي ډي اې 18 څوکۍ ګټلې دي په داسې حال کې چې 19 خپلواکو ګټلي دي، PTI 14 او JUI 7 څوکۍ ګټلې دي پداسې حال کې چې نورو ګوندونو دوه څوکۍ ګټلي دي.

په ټاون کمېټو کې د ټولټال 694 څوکیو څخه، پیپلز ګوند 408 څوکۍ ګټلې دي، د نورو ګوندونو څخه ښه وړاندې ده، 57 د GDA کاندیدانو او 61 آزاد امیدواران بریالي شوي دي.
د پي ټي آئي ۱۰، جے يو آئی ۷ او د نورو ګوندونو ۱۲ کانديدان بريالي شوي دي.

ياده دې وي چې د اتوار په ورځ د سندهـ په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي وو.

د بلدیاتی انتخاباتو په مهال په سانګر، نوښار فیروز، خیرپور، جیکب آباد، سکهر او کندکوټ کې څو پولنګ سټیشنونه د جنګ میدان ګرځیدلې، د سیاسی ګوندونو او مخالفو ډلو ترمېنځ د تشدد په پېښو کې دوه کسان وژل شوی او لسګونه نور ژوبل شوی دی.

Leave a reply