امریکا یو ځل بیا افغان سوداګرو سره د بانکي ستونزو د حل ژمنه کړې

0
90

امریکا یو ځل بیا افغان سوداګرو سره د بانکي ستونزو د حل ژمنه کړې

امریکايي استازي دغه راز ویلي چې افغان سوداګر دمګړی هم له هېڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ، دوی کولی شي چې درمل، خوراکي توکي، سون توکي او نور اړین توکي افغانستان ته ولېږدوي او له هېڅ ډول بندیز سره مخ نه دي.

 

(2022 / 6 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا یو ځل بیا د بانکي ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

د راپورونو له مخې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره کتلي دي.

دغه شورا وایي امریکايي لوري ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان بانکي ستونزه حل کړي او په واشنګټن کې به په دې تړاو خپلې هڅې پيلوي.

امریکايي استازي دغه راز ویلي چې افغان سوداګر دمګړی هم له هېڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ، دوی کولی شي چې درمل، خوراکي توکي، سون توکي او نور اړین توکي افغانستان ته ولېږدوي او له هېڅ ډول بندیز سره مخ نه دي.

امریکا داسې مهال دغه ژمنه کوي چې بهرنیو چارو وزارت هم تازه یو ځل بیا له امریکا د کنګل شوو شتمنیو د آزادولو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply