پوتین د مرکزي آسیا د هېوادونو لۀ مشرانو سره لیدنه کوي 

0
162

پوتین د مرکزي آسیا د هېوادونو لۀ مشرانو سره لیدنه کوي 

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې ولسمشر پوتین تاجکستان ته لاړ شي او په دې هېواد کې پر روان وضعیت د تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره خبرې اترې ولري.

 

(2022 / 6 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پوتین د مرکزي اسیا د هېوادونو له مشرانو سره د لیدنې په موخه تاجکستان او عشق آباد ته سفرونه کوي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې ولسمشر پوتین تاجکستان ته لاړ شي او په دې هېواد کې پر روان وضعیت د تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره خبرې اترې ولري.

له هغه وروسته عشق آباد ته ځي او هلته د سیمې د هېوادونو په یوه مهم کفنرانس کې ګډون کوي. په دې کنفرانس کې د ایران، آذاربایجان، قزاقستان او روسیې ولسمشران ګډون کوي.

په دې کنفرانس کې به هم په سیمه کې پر روان وضعیت او له یادو هېوادونو سره د روسیې پر همکاریو او د اړیکو پر پراختیا بحثونه کېږي.

Leave a reply