اسراییلو او عربي هېوادونو د ایران پر وړاندې پر ګډ نظامي اقدام خبرې کړې دي

0
174

والستريت ژورنال په یوه مطلب کې د امریکايي سرچینو له قوله ویلي چې اسراییلي او د ګڼو عربي هېوادونو نظامي چارواکو په مصر کې غونډه کړې ده او په دې غونډه کې یې پر داسې لارو چارو خبرې کړې چې له مخې یې د ایران د احتمالي بریدونو مخنیوی اسانه شي.

(2022  / 6 /  27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسراییلو او عربي هېوادونو د ایران پر وړاندې پر ګډ نظامي اقدام خبرې کړې دي.

والستريت ژورنال په یوه مطلب کې د امریکايي سرچینو له قوله ویلي چې اسراییلي او د ګڼو عربي هېوادونو نظامي چارواکو په مصر کې غونډه کړې ده او په دې غونډه کې یې پر داسې لارو چارو خبرې کړې چې له مخې یې د ایران د احتمالي بریدونو مخنیوی اسانه شي.

دوی همدا راز د ایران پر وړاندې پر نظامي یووالي هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ددې ګډ ګواښ پر وړاندې به له یو بل سره همکاري کوي.

مذاکرات د امریکا تر نظارت لاندې ترسره شوي. ایران پر دې اقدام تر اوسه غبرګون نه دی ښوودلی.

Leave a reply