د پاکستان په دفاع او سلامتیا به هیڅ کومه جوړ جاړې و نه کړو: وزیراعظم شهباز شریف

0
185

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان په سلامتي او دفاع به هيڅ قسمه جوړجاړي و نه کړي او د پاکستان دفاع او سلامتیا لپاره په ځانګړي ګامونه پورته کوي.
هغه اوویل چې اولس د خپلو وسله والو ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو تر څنګ ولاړ دي۔

لاهور کښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د امن او امان په اړه غونډه شوې چې پکښې د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز، داخله وزير رانا ثناءالله او د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري او نورو اعلي چارواکو ګډون اوکړو۔

وزيراعظم ته په هېواد كښې دامن او امان صورتحال په اړه بريفنګ وركړې شو۔ده ووئيل نېشنل ايكشن پلان كښې به د صوبو کردار بحال كړې شي۔ وزیراعظم اوویل چې په تېرو څلورو کلونو کې د صوبو رول ته پام نه کول د ترهګرۍ د زياتېدو لامل شوي، د هېواد د اقتصاد د بیا ژوندې کولو او پرمختګ لپاره د قانون او نظم ټينګښت ضروري دی.

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې پوليس او قانون نافذونکي ادارې دې د خلکو تحفظ يقيني کړي او وئيلي دي چې د عوامو خيال صرف د کارکردګۍ له لارې بدلولی شي۔

شهباز شريف وويل دترهه ګرۍ په ضد په يو بيان ټول ملت متفق دى. زمونږ مبارزه به تر هغه دوام وکړي چې ترهګري په بشپړه توګه له منځه لاړه نه شي. وزیراعظم شهباز شریف اوویل او ژمنه ی وکړه چې د پاکستان پر امنیت او دفاع به هیڅ ډول جوړجاړی ونه شي.

نور خبرونه هم اوګورې

وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فوځ سرلښکر ته مبارکي ورکړې

سندهه کښې بلدیاتي ټاکنې، پیپلز پارټي بریالۍ شوې

Leave a reply