وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فوځ سرلښکر ته مبارکي ورکړې

0
96

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتوار په ورځ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د دفاعي تعلقاتو په مضبوطولو كښې د مرستې په اعتراف د “كنګ عبدالعزيز مېډال آف ایکسيلينس” په وركړه مباركي وركړه۔ .
په خپل ټويټر هېنډل کې وزيراعظم ويلي چې دا د پاکستان د خلکو او وسله والو ځواکونو لپاره يو ستر وياړ دی.

لومړي وزیر وویل چې دوی د KSA امنیت خپل ګڼي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د څو اړخیزو دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړې کولو هوډ لري.
د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود نائب وزیراعظم او دفاع وزیر د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دفاعي همکارۍ کې د مهمې مرستې په خاطر د کنگ عبدالعزیز میډال آف ایکسیلینس ورکړو.
د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آئی ایس پی آر) لخوا د اتوار په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پوځ سرلښکر سعودي عربستان ته د رسمي سفر په مهال ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د سعودي د وسله والو ځواکونو لوی درستیز (سي جی ایس فیاض بن حمید الرویلی سره هم په جده کښې وکتل او د پاکستان او سعودي عربستان دو مسلمان هیوادونو د دوه اړخییز اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ی ټینګا او ژمنه وکړه.

نور خبرونه او اوګورې

د پاکستان فوځ سرلښکر ته د سعودي باچا عبدالعزیز مډال ورکړل شو

د سعودي عرب څخه په قرض تیلو اخستلو معاهده کښې د غځیدلو امکان څرګندونه شوې

Leave a reply