وینا ملک کښې د عدالت دروازه ټکولې

0
49

باغی ټي وي رپورټ
اداکاره وینا ملک له خپل پخواني خاوند څخه د مهر او سوغات بیرته ترلاسه کولو لپاره محکمې ته مراجعه کړې.
وینا ملک په عریضه کې ویلي چې هغې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۶مه له اسد خټک څخه جلا شوې ده. هغې زیاته کړه چې اسد د ملګرو له خوا د دوه کروړه روپیو څخه زیات ډالۍ لري او دا ډالۍ وس هم اسد خټک سره دي چې په دې کښې زما هم حق دې.

درخواست کې زياته شوې چې اسد خټک پخوا ويلي وو چې ټول تحفې به بېرته ورکوي، اوس وايي چې ټول مالونه غلا شوي دي.د وینا ملک په درخواست د اسد خټک وکیل عدالت ته وویل چې مونږ د وینا ملک خلاف د کاروائي لپاره درخواست دائر کړی دی.

عدالت په راتلونکې اوريدنه کې د درخواست کوونکي څخه ثبوتونه غوښتي دي.د کراچۍ ځايي محکمې د اداکارې وینا ملک د جہیز او تحفو د بیرته ورکولو غوښتنه اوریدلې ده.

وینا ملک د سول جج جوډيشل مجسټرېټ په عدالت کښې جمع کړې شوې درخواست کښې خپل پخواني مېړه اسد خټک ته د فریق په توګه نومولې دې۔

Leave a reply