د پاکستان فوځ سرلښکر ته د سعودي باچا عبدالعزیز مډال ورکړل شو

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د سعودي عربستان د باچا عبدالعزیز د عالي درجې له مېډال ورکړل شو.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له مخې، د پوځ مشر په جده کې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي چې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا لپاره د هغه د هڅو په اعتراف کې ورته د “کنګ عبدالعزیز میډال آف ایکسیلنټ کلاس” ورکړل شو.
د آئي ايس پي آر ترمخه د آرمي چيف او سعودي ولي عهد ترمينځه ليدنه کښي د سعودي دفاع وزير او د سعودي چيف آف جنرل سټاف هم موجود وو چي پکښي د دوه اړخيزه دفاعي او سکيورټي تعاون پشمول د دوه اړخيزه دلچسپي په معاملو خبري اتري شوي۔
د آئي ايس پي آر له مخې ملاقات كښې د دوستانه اړيكو او دوامدارې سټراټيجيك پارټنرشپ په پراختيا هم اتفاق شوے دے۔
په دې موقع دپوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په اسلامي نړۍ كښې د سعودي عرب د بې مثاله مقام ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان سعودي عرب سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړیکو د د قدر او عزت په سترګه ګوري.
…………………
دا خبرونه هم اوګورې
د عمران خان خپل ملګري به زر د هغه ملګرتیا پریږدي: د پيپلز ګوند مشر بیان
چین ویلي چې ژر به افغان تجارانو ته د ویزې ورکړې چارې پیل کړي

جنرل قمر جاوید باجود سعودي عرب باچا سر: فایل فوټو






