بیات بنسټ افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

بیات بنسټ افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی
بیات دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړې دي. ملا برادر څرګنده کړې ده چې دوی د هېواد په اقتصادي بیا رغونه کې د ټولو سوداګرو او پانګوالو هڅې ستایي او ملاتړ یې کوي.
(2022 / 6 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بیات بنسټ مشر احسان الله بیات په هېواد کې دننه د روغتیا، برېښنا او د مخابراتو برخو کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.
بیات دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړې دي.
ملا برادر څرګنده کړې ده چې دوی د هېواد په اقتصادي بیا رغونه کې د ټولو سوداګرو او پانګوالو هڅې ستایي او ملاتړ یې کوي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې افغانستان کې د پانګوالو امنیت خوندي او د کار فرصت ورته برابر دی.
د ملا برادر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، بیات په دې لیدنه کې ویلي چمتو دی چې په افغانستان کې د روغتیا، برېښنا او مخابراتو برخو کې پانګونه وکړي.






