د پنجاب روغتون څخه د کروړونو روپو داروګان او د جراحۍ سامان غلا شوې

باغی ټي وي رپورټ
په لاهور کې د پنجاب د زړه د ناروغۍ له انسټیټیوټ (PIC) څخه د زړه د جراحۍ او د زړه د جراحۍ نور یو زیات شمیر وسایل او دارو غلا شوي دي.
د پي آئي سي نوي ايم ايس ډاکټر فاروق وئيلي دي چي څو ورځي وړاندي د پنځه کروړه روپو سامان غلا شوي وو۔
جيو نيوز سره خبرو کې د پي آئي سي ايم ايس ډاکټر فاروق وويل چې د هسپتال خپل کارکونکي شرکتونه جوړوي او د هغوي په ذريعه سامان رسوي.
هغه اوویل چې د ميډيسن، سرجیکل سټور نه د کمپيوټر په مرسته د سامان او دوایانو ورکولو کوم ريکارډ نشته.
ایم ایس زیاته کړه چې په پی آئی سی کښې د صفائۍ لپاره کنټرکټر ته 54 لاکه روپۍ ورکولې کیږی، د صفائی عمله 180 کسان دی په داسې حال کښې چې صرف 80 ملازمان کار ته راځي.
ډاکټر فاروق زياته کړه چې د هسپتال ملازمين، ډاکټران او نور کسان هم په کرپشن کښې ککړي دي او که چرې د داسې عناصرو خلاف پلټنې شروع شوې نو دوي به په احتجاج سره او پي ډي بند کړي.






