پنجاب حکومت د پخواني وزیراعلی او وزیرانو مراعات ختم کړي

0
103

باغی ټي وی رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ بجټ اجلاس د پخواني وزيراعلي او پخواني وزيرانو مختلف مراعات ختمولو بل منظور کړے دے۔

د ډپټي سپيکر سردار دوست محمد مزاري په مشرۍ كښې غونډه كښې د پنجاب سپليمنټري بجټ 2021-22 منظور كړې شو۔

ايوان د بزدار دورې په مهال منظور شوي د پخواني وزيراعلي او پخواني وزيرانو اضافي مراعات ختم کړل او د پنجاب وزيرانو ترميمي بل 2022 له لارې د 2019 لپاره د وزيراعلي او وزيرانو مراعات بحال کړل.
ايوان په متفقه توګه د پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د حکومت ترميم د قانوني بل له لارې رد کړ او په عين حال کې يې د عثمان بزدار د مراعات غوښتنه هم رد کړه.

د استحقاق بل 2022 د حکومتي کارمندانو په وړاندې د سختې سزا قانون لغوه کړ.د بجټ اجلاس د سيکرټري سروسز بل 2022، پري ولج بل 2022 پشمول د وزيرانو ترميمي بل 2022 منظور کړو۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي حکومت د پخواني وزيراعلي لپاره د پينځه افسرانو د تعينات منظوري ورکړي وه چي پکښي دوه د ايليټ ګاړي او دوه د 17 ګريډ نه پورته افسران هم شامل وو۔
دا خبرونه هم اولولۍ

وزیراعظم شهباز شریف په شتمنو د لس سلنه مالیه لګولو علت په اړه خبره کړې

د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانستان زلزله ځپلو سره مرستې پیل کړي

د مري ایکسپریس وې لپاره دې چارې پیل او ضروري ګامونه پورته کړې شي: د وزیراعظم شهباز شریف لارښوونه

Leave a reply