وزیراعظم شهباز شریف په شتمنو د لس سلنه مالیه لګولو علت په اړه خبره کړې

0
77

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم شهباز شریف په امیرانو باندې د لس فیصده سپر ټېکس د اعلان علت واضح کړ.

په يو بيان کې شهباز شريف وويل کله چې ائتلافي حکومت واک کې راغلى نو دوې لارې وې، لومړۍ لاره دانتخاباتو ترسره کول او اقتصاد په ګډوډ حالت کې پرېښودل او دوهمه لاره يې داقتصادي ننګونو سره مقابله وه.

هغه وویل چې مونږ د پاکستان د اقتصادي بحران څخه د ژغورلو لپاره غوره کړه او پاکستان ته مو لومړیتوب ورکړو.
شهبازشريف وئيلي دي چې دا وړومبۍ بجټ ده چې پکې د اقتصاد د بحالولو منصوبه بندي ده، سختې فيصلې به د ملک د اقتصادي بحران نه د وتلو توان لري۔

وزیر اعظم زیاته کړه چې د شتمنو طبقو څخه غوښتنه شوې چې د بار په شریکولو سره خپله ملي دنده ترسره کړي، د مستقیم ټیکونو څخه راټولې شوې پیسې به د مالي ستونزو سره مخ خلکو باندې مصرف شي.

هغه وويل، لوى اقتصادي ثبات لومړى ګام دى، وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې ايتلافي حکومت غواړي په اقتصادي توګه خود کفالتي ترلاسه کړي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې زمونږ ملي امنيت په اقتصادي انحصار پورې تړلى دى.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د کراچۍ په سفر تللې

این آیی ایچ د کورونا وایرس په کیسونو اندیښنه څرګنده کړې ده

Leave a reply