د پي ټي آیی مشرانو په ضد د غدارۍ او د سپکاوي مقدمی ثبت کولو په اړه مشورې روانې دي

باغی ټي وي رپورټ
صوبائي وزير ملک احمد خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي مشرانو خلاف د آرټيکل شپږم او د سپکاوۍ مقدمې درج کولو لپاره سلا مشورې روانې دي۔
په وزيراعلي هاؤس کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ملک احمد خان وويل چې دکيسونو لپاره بايد دکومې رياست څخه اجازت نۀ غوښتل کيږي ځکه چې ټول ثبوتونه موجود دي.
ده ووئيل د فواد چوهدري، قاسم سوري او عمر چيمه پشمول د پي ټي آئي نورو مشرانو د آئين خلاف ورزي كړې، هغوي دې د آرټيكل شپږم لاندې محاكمه كړې شي په داسې حال كښې چې غلط خبرونه خپروونكو په ضد د توهين مقدمې روانې دي۔
ده زياته کړه چې د پي ټي ائي د استعفې اعلانولو وروستو هم دوي سپيکر ته د تنخواګانو او ميډيکل بلونو غوښتنه کوي نو دوی له شرم په کار دې.





