د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانستان زلزله ځپلو سره مرستې پیل کړي

0
220

نصیب شاه شینواري
د خیبرپښتونخوا حکومت د افغان زلزله ځپلو لپاره امدادي فعالیتونه کوي او په خوست کښې ی امدادي کیمپ جوړ کړې دې.
د خېبرپښتونخوا حکومت د ریسکیو ۱۱۲۲ تر ادارې لاندې په افغانستان کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره طبي کېمپ جوړ کړی دی.
د خیبر پښتونخوا وزیراعظم محمود خان په خپل ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور کړې دې ، په خبر کښې وایی چې د خوست صوبې په هوايي ډګر کې د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي کېمپ لګول شوی دی.
په بیان کښې زیاتوي چې د ریسکیو ۱۱۲۲ په طبي کېمپ کې زخمیانو ته طبي مرستې ورکولې شي او تراوسه پورې ګنړ شمیر افغان ټپیانو درملنه شوې ده او تر اوسه پورې له لرو پرتو سیمو له ۳۵ څخه تر ۴۰ پورې زلزله ځپلو ته مرستې رسول شوي دي او ددوی درملنه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی وایی چې هغه افغان ټپیان چې په افغانستان کښې ی درملنه ممکنه نه دي ،هغوی به په سمدستي توګه د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم پاکستان ته راورسوی چې دلته ی درملنه وشي.
د یادونې ده چې په ۲۲ جون د افغانستان په خوست او پکتیکا کښې د سختې زلزلې له امله د ۱۰۰۰ افغان وګړو څخه زیات وګړي په دې زلزله کښې شهیدان شوي دي . په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې په کلیو کښې د مړو لپاره د جنازو کټونه کم شوي دي او خلق د شهیدانو لپاره په قبرونو وهلو ستړي شوي دي خو بیا ی هم د انساني همدردۍ ترلاندې امدادي هلو ځلو ته دوام ورکړې دې.

د خیبر پښتونخوا ۱۱۲۲ ټیم او ډاکټران د یو افغان ټپي درملنه کوي.

Leave a reply