وزیراعظم شهباز تور لګولې چې عمران خان معیشت تباه کړو، مونږ معیشت قوي کړو

0
111

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ټيکسټائل، سيمنټو او فولاد پشمول نورو لويو صنعتونو باندې 10 فيصده سپر ټيکس لګولو اعلان کړے دے۔

د اقتصادي ډلې د غونډې وروستو خبرو كښې وزيراعظم دوي ته په بجټ كښې د پورته كړې شويو ګامونو نه خبر كړو۔

ده ووئيل چې د عمران خان په حكومت كښې تر ټولو زيات کرپشن وشو، معيشت د ډوبېدو په لور روان شو، مونږ د پاكستان معيشت مضبوط كړو، كه د آئي اېم اېف نه نور شرط نه وي نو معاهده به وكړو۔

وزيراعظم وويل دبجټ په اړه مهمې فيصلې شوې دي، ائتلافي حکومت په مشاورت سره ډيرې پیاوړې فيصلې کړي دي، دغه پريکړې به په لنډه موده کې مشکلات راولي خو دغه مشکلات او ستونزې به لرې کړي.

شهبازشريف وويل چې دحکومت دجوړيدو وروستو مونږ ته دوه لارې وې، يو دا چې په ټولټاکنو کې اصلاحات راوستل او دانتخاباتو په لور روان شو او بل دا چې سختې پريکړې وکړو او دپاکستان ډوبيدلى اقتصاد ته پام وکړو، لمړى انتخاب اسانه سياسي اعتبار وو. دا د وجدان غږ و چې دا به د پاکستان له خلکو سره ظلم وي، مونږ پرېکړه وکړه چې دا د سیاست د ژغورلو وخت نه دی، دا د دولت د ژغورلو وخت دی.
وزيراعظم وويل دا وړومبۍ بجټ ده په کومه کې چې اقتصادي وژن ورکړل شوى دى خو زه چاته د دروغو ژمنې نه کوم،هغه اوویل چې د ګرانۍ طوفان دې، مونږ به يې کمولو لپاره ګامونه اخلو، عمل به وکړو او په لنډ وخت کښې به ګراني قابو کړو.
نور خبرونه اوګورې

پاکستان به افغان حکومت او افغان اولس سره مرستو ته دوام ورکړي: وزیراعظم شهباز شریف

Leave a reply