پاکستان به افغان حکومت او افغان اولس سره مرستو ته دوام ورکړي: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغانستان نگران وزيراعظم ته ټيلي فون کړې او په زلزله کښې په شوې ځاني زيان يې خواشيني څرګنده کړې ده.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د افغانستان سرپرست لومړي وزير ملا محمد حسن اخونزاده سره ټيلېفوني اړيکې نيولې او په زلزله کې د وژل شويو کسانو د مغفرت او ټپيانو ته يې د زر روغتيا دعا کړې ده.
اخونزاده سره په خبرو کې وزيراعظم شهباز شريف وويل پاکستان په دې سخت وخت کې دافغان وروڼو سره ولاړ دى، غلام خان، انګور اډه اؤ سرحدي پولې ی ټپي شوو افغانانو لپاره خلاصې کړې دي چې دوی وکولې شی د پاکستان روغتونونو ته راوړل شي.
لومړي وزیر وویل چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې هم د افغانستان اولس سره د مرستو کولو ته دوام ورکړي.
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف عبوري افغان حکومت ته د پولې د موثر انتظام له لارې د تجارت ته ودو ورکولو او د تجارت آسانتيا لپاره د اخستل شوو ګامونو په اړه بريفنګ وركړو۔
وزيراعظم وويل پاکستان د افغانستان حکومت سره دامن، سوکالۍ او ددوه اړخيزو اړيکو دپياوړتيا لپاره ژمن دې.
نور خبرونه
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لۀ لومړي وزیر سره زلزله ځپلو سره پر مرستې خبرې کړې دي
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لۀ لومړي وزیر سره زلزله ځپلو سره پر مرستې خبرې کړې دي






