د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لۀ لومړي وزیر سره زلزله ځپلو سره پر مرستې خبرې کړې دي

0
106

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لۀ لومړي وزیر سره زلزله ځپلو سره پر مرستې خبرې کړې دي

سرچینې زیاته کړې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت رئیس الوزرا ته په خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او طبیعي پېښو له امله د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب په رامنځته شوو انساني او مالي زیانونو خواشیني وښوده او د هر اړخیزو همکاریو او مرستې ډاډ یې ورکړ.

 

(2022 / 6 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له رییس الوزراء ملا حسن اخنده سره پر ټیلېفون له زلزله ځپلو سره پر بېړنیو مرستو خبرې کړې دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره تېر ماښام ټیلېفوني خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت رئیس الوزرا ته په خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او طبیعي پېښو له امله د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب په رامنځته شوو انساني او مالي زیانونو خواشیني وښوده او د هر اړخیزو همکاریو او مرستې ډاډ یې ورکړ.

شهباز شریف ویلي، په دې سخت وخت کې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي او له ټپیانو سره د بېړنیو مرستو لپاره یې د انګور اډې او غلام خان بندر دروازې د هغوی پر مخ پرانیستې دي.

ملا حسن ویلي، افغانستان له طبیعي پېښو څخه ډ‌ېر زیانمن شوی دی، نړۍ او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره عاجله مرسته وکړي.

Leave a reply