م،م ویلي چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه ډېره شوې ده 

0
238

م،م ویلي چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه ډېره شوې ده 

هغه زیاته کړې، چې سرپرست حکومت په دوامداره توګه بشري حقونه محدود کړي، د سوله ییزو غونډو ازادي نه ورکوي، د نظر او اظهار ازادي یې محدود کړی او دغه راز یې مدني فعالیتونه هم محدود کړي دي.

 

(2022 / 6 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د یوناما مشر رامز الاکبروف وایي چې په افغانستان کې بې کاري ۴۰ سلنه زیاته شوې، او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې به د غربت  کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي.

نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشی د وروستي راپور په اړه جوړه شوې وه.

هغه په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د زیانونو او مرستو ترڅنګ پر بشري بحران، اقتصادي بحران، او د بشري حقونو پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

اکبروف وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم په خطرناک حالت کې دی.

هغه زیاته کړې، چې سرپرست حکومت په دوامداره توګه بشري حقونه محدود کړي، د سوله ییزو غونډو ازادي نه ورکوي، د نظر او اظهار ازادي یې محدود کړی او دغه راز یې مدني فعالیتونه هم محدود کړي دي.

د یوناما مشر وایي چې د افغانستان بله ستونزه اقتصادي بحران دی، اقتصاد له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې او عاید له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې ټیټ شوی دی.

Leave a reply