عدالت د عمران خان ضمانت منظور کړې دې

0
130

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په ۱۰ مقدمو کې ضمانت ورکړی دی.

پخواني وزیراعظم عمران خان د ضمانت لپاره عدالت ته مراجعه کړې وه چې پکښې هغه د ایف ایټ ضلعې عدالت ته رجوع کړې وه.

د لانګ مارچ کیس: سپریم کورټ ته د پولیس رپورټ جمع شوی، عمران خان د بې نظمۍ ذمه وار ګرځولی دی
په دې موقع د سيکورټي سخت انتظامات کړي شوي وو او عام سيلان عدالت ته د ننوتو نه منع کړے شوي وو۔
د سیشن جج کامران بشارت مفتي د عمران خان د ضمانت د درخواستونو اورېدنه وکړه.

عدالت عمران خان ته په 10 مقدمو کې ضمانت منظور کړی او پوليس يې د ريکارډ سره راتلونکې اوريدنې ته رابللي دي.

عدالت پخواني وزيراعظم ته د ۵، ۵ زرو روپو د ضمانتي مچلکو په بدل کې د جولای تر 6مې نيټې پورې ضمانت منظور کړې دې.

عمران خان ته په آبپاره، ائي نائن، کوهسار، کراچۍ کمپني، ګلره، ترنول او سيکرټريټ پوليس سټيشنو کښې د ثبت شوو مقدمو کښې ضمانت ورکړے شوې دې.
………………………

Leave a reply