هند د خپل سفارت تخنیکي ټیم کابل ته لېږلی

هند د خپل سفارت تخنیکي ټیم کابل ته لېږلی
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه ليکلي چې په الوتکه کې استول شوې مرستې په کابل کې د هند سفارت ټيم ته سپارلې دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، هند له افغانانو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري.
(2022 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو د تنظیم په موخه یې د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان له خلکو سره د هند د پرله پسې ښکېلتیا او بشري مرستو د اغېزناکې همغږۍ او څارنې لپاره د هند یو تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی او په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې له زلزله ځپلو سره د هند د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه ليکلي چې په الوتکه کې استول شوې مرستې په کابل کې د هند سفارت ټيم ته سپارلې دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، هند له افغانانو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې په لومړي سفر کې یې امنیتي حالت ارزولی دی او وايي د افغانستان له خلکو سره به خپلې بشري مرستې او ملګرتیا روانه ساتي.






