امریکا د روسیې لۀ خبرداري سره سره اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي

امریکا د روسیې لۀ خبرداري سره سره اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي
د اوکراین د دفاع وزیر دا نه دي ویلي چې امریکا څو دانې سیستمونه ورکړي خو دومره یې ویلي چې دا لرې واټن ویشتونکي توغندي د دې اړتیا لري چې وکړای شي په ښه توګه د روسیې د هغو توغندیو د واټن سره مقابله وکړي چې د دنباس په سیمه کې یې په اوکرایني سرتیرو د برید کولو لپاره کاروي.
(2022 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سره له دې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین امریکا ته خبرداری ورکړی و که د لرې واټن ویشتونکي توغندیو سیستم اوکراین ته ورکړي، مسکو به په لویدیځ کې نوي اهداف په نښه کړي خو د اوکراین د دفاع وزارت تازه تائید کړې چې د امریکا لخوا ورته د توغندیو دا سیستمونه ورسیدل.
د اوکراین د دفاع وزیر اولینسکي ریزنیکوف هیله ښودلې چې د توغندیو دا سیستم به چې قوي وسله ده، په جګړې کې کیف ته برلاسی ورکړي.
ریزنیکوف د امریکا د دفاع د وزیر لویډ آسټن څخه د دې سیستم د ورکړې له کبله مننه کړې.