افغان حکومت نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی
افغان حکومت نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی
بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت د مرستو د وېش په برخه کې هم شفافیت او حساب ورکولو ته ژمن دی او په وینا یې نړیوالې مرستندویه موسسې په پوره ډاډ تر اړمنو خپلې مرستې رسولی شي.
(2022 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغان حکومت له ټولو هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو مننه کوي چې له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې دي او یا یې د مرستو ژمنه کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت وايي دوی له مرستندویه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه اداراتو سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او پر دوی غږ کوي چې له اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې وکړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت د مرستو د وېش په برخه کې هم شفافیت او حساب ورکولو ته ژمن دی او په وینا یې نړیوالې مرستندویه موسسې په پوره ډاډ تر اړمنو خپلې مرستې رسولی شي.