ګوانتانامو زندان کې د پاتې دوو افغانانو لۀ جملې څخه یې یو د ا.ا پۀ هڅو راخوشې شو

د ا.ا مرکزي ویاند ویلي چې اسدالله هارون ا.ا په هڅو اوهلو ځلو او له امریکا سره د مخامخ اومثبت تعامل په پایله کې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شو. ا.ا وایي چې اوس یواځې یو افغان په ګوانتانامو زندان کې پاتې دی.
(2022 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې له ګوانتانامو زندان څخه د اسدالله هارون په نامه یو تن افغان خوشې او دوی ته سپارل شوی دی.
د ا.ا مرکزي ویاند ویلي چې اسدالله هارون ا.ا په هڅو اوهلو ځلو او له امریکا سره د مخامخ اومثبت تعامل په پایله کې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شو. ا.ا وایي چې اوس یواځې یو افغان په ګوانتانامو زندان کې پاتې دی.

د ا.ا ویاند وايي په نورو هېوادونو کې د بندي شوو افغانانو راخوشې کول او د هغو پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي چې هیڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نه شي.