د پنجاب پخوانۍ وزیراعلی د صوبایی حکومت په ضد عدالت ته تللې دې

0
102

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار يو ځل بيا هائي کورټ ته د سکيورټي لپاره د خرابو ګاډو ورکولو په اړه درخواست کړے دے۔

د عثمان بزدار لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې د پنجاب حکومت او نور اړخونه جوړ شوي دي.

درخواست کې ویل شوي چې پنجاب حکومت د امنیت لپاره خټاره ګاډي ورکړي، حکومت د قانون مطابق امنیت او ملازمان نه ورکوي.

عثمان بزدار په خپل درخواست کې له حکومته غوښتنه کړې چې امنيتي او کارکوونکي دې ورکړي.

د یادونې ده چې نن د پخواني وزیراعظم عمران خان هم د اسلام آباد یو عدالت څخه په ۱۰ مقدمو کښې ضمانت منظور شوې دې.
عدالت عمران خان ته په 10 مقدمو کې ضمانت منظور کړی او پوليس يې د ريکارډ سره راتلونکې اوريدنې ته رابللي دي.

عدالت پخواني وزيراعظم ته د 5000 او 5000 روپو د ضمانتي مچلکو په بدل کې د جولای تر 6مې نيټې پورې ضمانت ورکړی ؤ.

عمران خان ته په آبپاره، ائي نائن، کوهسار، کراچۍ کمپني، ګلره، ترنول او سيکرټريټ پوليس سټيشنو کښې درج مقدمو کښې ضمانت ورکړے شوې دې۔
نور خبرونه

الیکشن کمیشن د شاه محمود قریشي څخه ثبوتونه غوښتي دي

وزیراعظم شهباز تور لګولې چې عمران خان معیشت تباه کړو، مونږ معیشت قوي کړو

عدالت د عمران خان ضمانت منظور کړې دې

Leave a reply