پاکستان کښې کورونا مثبت کیسونه زیات شوي

0
78

باغي ټي وي رپورټ
په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې له ۳ سلنې څخه واوښتې، د کورونا مثبو کیسو خلق یو ځل بیا اندیښمن کړي دي.

د روغتیا ملي ادارې (NIH) له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې، په تیرو 24 ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کورونا مثبتو پیښو شمیر کې زیاتوالی راغلی چې هره ورځ له 400 څخه ډیر پیښې لري.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۳۶۴۴ ټېسټونه شوي، چې له دې جملې څخه ۴۳۵ کسانو د کرونا وایروس مثبت ټېسټون راغلي او دا کچه ۳.۱۹ سلنه وه، چې له دې ډلې یو تن له کرونا مړ شوی دی.

د روغتیا ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د کرونا د ۸۷ ناروغانو حالت نازک دی.
د یادونې ده چې په پخوانی حکومت کښې لکه د ټول نړۍ هیوادونو په شان پاکستان هم د کورونا وایرس وبا له امله ډیر بد متاثره شوې وو، وس چې د کورونا مثبتې پیښې زیاتې شوي نو په عام اولس کښې یو ځل بیا ډار او اندیښنې خپرې شوي دي.

Leave a reply