د حکومت باقي ۱۴ میاشتې به هم بشپړه کړو: وزیراعظم شهبا زشریف

0
61

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي که آئي ايم ايف نور شرطونه نه لګوي نو معاهده شوې ده، اول رياست ده بيا سياست، که رياست بچ شي نو سياست به هم بچ شي۔

په اسلام اباد کې د مسلم ليګ نون سېنېټرانو ته د وينا په مهال وزيراعظم شهباز شريف وويل چې دده ځينې همکاران په دې نظر دي چې انتخابات بايد دانتخاباتي اصلاحاتو په ترسره کولو سره وشي، هغه اوویل اوس مونږ متحد یو او حکومت به پاتې ۱۴ میاشتې هم پوره کړو.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې تير حکومت د ائي ايم ايف سره په نړيواله کچه د تيلو او ګيس د نرخونو د پاسه کولو معاهده کړې وه، تير حکومت يو په يو د آئي ايم ايف سره د معاهدې خلاف ورزي کړې ده، که آئي ايم ايف نور شرطونه نه لګوي نو معاهدې به وشي.
شهباز شريف وويل پخواني حکومت په خپله د تيلو د نرخونو د کمولو فيصله کړې وه، دا په هغه وخت کښې وکړه چې دوی ته پته ولګیدوه چې دوی ملک چلولو کښې ناکامه دي.
هغه اوویل چې چين به تر کومه وخته مونږ سره مرسته کوي، چين او سعودي عرب به وايي تر څو به دوی په خپلو پښو ودريږي.
هغه وويل د چين وزيراعظم څخه يې د سي پیک د بحالۍ غوښتنه کړې وه، د چين وزيراعظم وويل مونږ د ټولو تورونو باوجود د ايم ايل ون ملاتړ ته تيار يو، د چين وزيراعظم وويل دوي د پاکستان سره دي، چين ته واک ورکړ. د سي پیک لاندې پلانټونه شل ساعته لوډشیډنګ، تېر حکومت ویلي وو چې په دې کې کرپشن دی، چین ته به څه شوي وای، د چین وزیراعظم یوه لفظ هم شکایت ونه کړو.
دا خبرونه هم اولولۍ

پاکستانۍ کلدارۍ په مقابله کښې د ډالر نرخ کم شوې

پاکستان د افغانستان زلزله ځپلي اولس سره مرستې پیل کړي

ټي ټي پی سره وروستې پریکړه به د آیین ترلاندې د پارلیمان په منظورۍ وشي: د قامي سلامتیا په غونډه کښې پریکړه

Leave a reply