د پي ټي آیی حکومت ارزانه ایل این جي نه وه اخستې: اعظم تارړ
باغی ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير نذير تارڑه وئيلي دي چې تير حکومت د انرجي معاهدې نه لاس ليک کولو له امله ملک سره ظلم کړے دې او زياته کړې ی ده چي لوډشيډنګ زيات شوے دے ځکه چي ايل اين جي ی په 4 ډالرزه ارزان نرخ سره نه وه اخستې .
د سېنېټ غونډې ته په وینا كښې د قانون وفاقي وزير نذير تارړ ووئيل ټولو ته معلومه ده چې اقتصادي تباهۍ په شپه نه ده راغلې۔
هغه اوویل چې تر کومه ځایه چې په تېر حکومت کې لوبې شوې وې،تردې پورې چې په تېر حکومت کې دولتي مامورینو پرېکړې کول هم پریښودې وې.
اعظم نذیر تارړ وویل چې ایتلافي حکومت ریاست ته لومړیتوب ورکوي په داسې حال کې چې تېر حکومت له سیاسي انتقام پرته بل څه نه دي کړي.
د قانون وفاقي وزير ووئيل چې د پخواني حکومت د بارودي موادو د چاودېدو له وجې ډالر الوتنه وكړه٬ د پېپرا رولز له وېرې پخوا د اربونو ډالرو معاهدې نه وې کړې او موجوده حكومت زړورې پرېكړې کوي.
ده ووئيل مونږ په شتمنو او مالدارو وګړو مو زيات ټیکسونه لګولي دي، په پرتعیض سامانونو مو زیات ټېكس لګولې دې، د پټرولو په مد كښې د مياشتې 110 نه تر 120 اربه روپۍ وركول كېدې، موجوده حكومت د پخواني حکومت د غلطو معاهدو له امله څه ګامونه پورته کړل