اروپايي ټولنې لۀ زلزله ځپلو سره یو میلیون یورو بشري مرسته ځانګړې کړه

اروپايي ټولنې لۀ زلزله ځپلو سره یو میلیون یورو بشري مرسته ځانګړې کړه
اروپايي ټولنې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې زرګونه کسان د وروستۍ زلزلې له امله بشردوستانه مرستو ته اړ شوي دي.
د سرچینې په خبره همدا اوس افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ زره کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او زلزلې زیانمن کړي دي.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپايي ټولنې افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یو میلیون یورو ځانګړي کړي دي. د اروپايي ټولنې مسوولینو ویلي چې دوی پر وروستی زلزله او مرګ ژوبله خواشیني دي او هڅه کوي اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
دوی یو میلیون یورو د بېړنیو مرستو لپاره ځانګړي کړي او وايي چې دا پیسې به په طبي مرستو، اوبو، روغتیا ساتنې او سرپنا لګول کېږي.