د افغانستان اسلامي امارت افغان ملي کرکټ ټیم ته مبارکي ورکړې

0
137

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کښې ویلي دي چې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې غړي زمونږ اتلان دي او هیله لرو چې د افغانستان او افغان اولس له به نورې بریاوې هم لاس ته راوړي.
په خپل ټویټر پانړه د اسلامی امارت مرکزي ویاند وایی چې په عرب اماراتو کښې په ۲۰ اووریز نړیوال کرکټ جام ۲۰۲۱ کښې د اولنې بریا لپاره ټول افغان اولس ته مبارکی وایم او د افغان لوبډلې بریا ستایو، مجاهد زیاتوي چې د افغان کرکټ ټیم لپاره د نورو بریاوو هیله لرو چې دوی به نورې بریاوې لاس ته راوړي.
یاده دې وي چې بیګا د دوبي په نړیوال د کرکټ میدان کښې د افغانستان ملی کرکټ ټیم په ۲۰ اووریز نړیوال کرکټ جام ۲۰۲۱ کښې په خپل اولني کرکټ لوبه کښې سکاټ لینډ ټیم ته په ۱۳۰ منډو ماتي ورکړه او خپل اولنې میچ ی په ډیر زیات توپیر وګټلو.


…………………………………..
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم د افغانستان قامي د کرکټ لوبډلې ته په دې لویه بریا او د سکاټ لینډ نه میچ په لوی توپیر ګټلو لپاره افغان ټیم او اولس ته مبارک ورکړي. عمران خان په ټویټر پانړه لیکلي چې د دومره ستونزو او مشکلاتو پرته افغان کرکټ ټیم لوبغاړو د لوړې حوصلې او تکړه توب مظاهر وکړه او زه ورته په دې لویه بریا مبارکی وړاندې کوم.


……………………………………

د افغانستان قامي کرکټ لوبډلې سکاټ لینډ ته ماتې ورکړه


…………………………………..

د پاکستان سفیر افغانستان قامي لوبډلې ته مبارکي ورکړې


…………………………………..

Leave a reply