د اروپایی هیوادونو په افغانستان کښې دسفارتي هلو ځلو پیل کولو په اړه د اسلامی امارت بیان

0
226

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت په افغانستان کښې د اروپایی هیوادنو د دفتر د پرانستې هرکلۍ کړې دې او ویلي ی دې چې د اروپایی هیوادونو دا یو ډیر ښه او مثبت ګام دې چې دوی په افغانستان کښې لکه د نورو هیوادونو خپلې ډیپلوماتیک هلې ځلې پیل کوي.

د افغانستان اسلامی امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ په خپل ټویټر پانړه لیکلي دې چې په افغانستان کي د اروپايي اتحادیې د ماموريت بيرته پيل کیدل یو ډیر ښه په ځای او مثبت اقدام دې.
نوموړی وایی چې اسلامی امارت ددې اقدام هرکلی کوي او اسلامی امارت د اروپایی هیوادنوته باور ورکوي چې لکه څنګه چې په کابل کي د نورو ګڼو سفارتونو امنيت خوندي دی نو هم دغه شان به د اسلامی امارت له خوا د اروپايي اتحاديې د سفارت او پرسونل امنيت به هم خوندي وي او دوی ته هیڅ کومه د امنیت ستونزه مخې ته را نه شي.

Leave a reply