د پاکستان سفیر افغانستان قامي لوبډلې ته مبارکي ورکړې

0
218

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر د افغانستان ملي کرکټ لوبډلي ته مبارکی ورکړې چې دوی سکاټ لینډ ټیم ته د ټي ټونټي کرکټ په نړیوال جام کښې ماتې ورکړه.

د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د افغانستان کرکټ ټیم ته مبارکی وایم چې د سکاټ لینډ لوبډلې ته ی ماتې ورکړه. منصور احمد په ټویټ کښې زیاتوي چې د افغانستان قامي ټیم لپاره په راروان بل میچ کښې هم دغه شان بریا غواړم چې مخالف ټیم ته ماتې ورکړي.
یاده دې وی چي نن دغ نړیوال ټي ټونټي کرکټ جام په اولني میچ کښې افغانستان کرکټ ټیم د سکاټ لینډ ته په ۱۳۰ منډو ماتې ورکړه، د افغانستان ټیم په ۲۰ اوورونو کښې ۱۹۰ منډي جوړې کړي او سکاټ لینډ له ی د ۱۹۱ منډو هدف ورکړو خو د سکاټ لینډ ټول توپ وهونکي وسوځیدل او دا میچ افغانستان په ۱۳۰ منډو وګټل. مجیفب الرحمان ۵ لوبغاړي او راشد خان ۴ لوبغاړي وسوځول او د افغانستان لپاره ی دا مقابله وګټله.


د افغان اولس له لورې افغانستان کرکټ ټیم په بریا ډیره د خوشحالۍ څرګندونه شوې دې، د پاک افغان د ځوانانو ټولنې له لوري د افغانستان کرکټ لوبډلې ته مبارې او نیکې پیرزووینې وړاندې شوي دي.


د افغانستان اسلامی امارت یو مشر انس حقاني په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې افغانستان وګټله.

Leave a reply