د افغانستان قامي کرکټ لوبډلې سکاټ لینډ ته ماتې ورکړه

0
1509

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ټي ټونټي نړیوال کرکټ جام ۲۰۲۱ کښې د سکاټ لینډ ټیم ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړي وو، افغان توپ وهونکو د ښې لوبې مظاهره وکړه او په شل اوورونو کښې ی ۱۹۰ منډې جوړې کړې وی.

د سکاټ لینډ ټیم د هدف پوره نه کړې شو او افغانستان دا لوبه په ۱۳۰ منډو وګټله، د افغانستان توپ وهونکو او توپ اچوونکو له لوري د ښې لوبې مظاهر وشوه. مجیب الرحمان ۵ لوبغاړي وسوځول او دغه شان ی د افغانستان لپاره ګټه یقیني کړه، راشد خان هم ډیره ښه توپ اچوونه وکړه او ۴ د سکاټ لینډ توپ وهونوکي ی وسوځول.

Leave a reply