په افغانستان کښې ماشومان د لوږې مړه کیږي

0
196

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اولس او ماشومان په اړه د ملګري ملتونو خبردارۍ ورکړې دې چې په ملیونونو افغانانو ژوند خطر سره مخ دې او افغانان د لوږي یو سخت انسانی بحران سره د مخ کیدو په وخت کښې دي.

د بي بي سي یو رپورټ مطاق سږ کال ژمې کښې به ۲۲.۸ ملیو افغانان د لوږي سره مخ او په دې کښې به هغه ۳.۲ ملیونه ماشومان هم شامل وی چې عمر ی د پینځو کالو نه کم دې، دا ماشومان به د لوږي یو سخت انساني بحران او ستونزې سره مخ شی او ددوی د ژوند خطره سره مخ دې.
د الجزیره خبري شبکې یو رپورټ مطابق د افغانستان په ۳۹ ملیونه آبادۍ کښې نیمه آبادې د خوراک د کمي د خطرې سره مخ ده چې له وجهې به ی د افغانستان اولس ژوند د سخت خطر سره مخ شي.
د ملګري ملتونو د ماشومانو د حقونو لپاره کار کولو اداره هم وایی چې په کابل کښې ماشومان د لوږي مري او د خوراک د کمي په وجه ۱۴ ملیونه افغان ماشومان لوږه تیروي.
یاده دې وی چې پاکستان د اول نه دا دریځ دې چې په وس وخت کښې په افغانستان کښې د انساني بحران مخه نیولو لپاره باید چې نړۍ او ملګري ملتونو افغان اولس سره بشري مرستي وکړي چې افغان اولس او ماشومان د لوږي بچ شی او د ژوند ستونزې ی هواري شي، پاکستان په نړۍ غږ کوي چې افغانستان یواځي پرې نه ږدي چې دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په ځاله بدل نه شي.
دا خبره هم د یادونې وړ د چې د پاک افغان د همکارۍ ټولنې ، الخدمت فاونډیش پاکستان د طرف نه وسه پورې په ټنونو خوراکي توکي او نور دارو درمل د تورخم له لارې افغانستان ته لیږل شوي دي.

Leave a reply