خلیلزاد وايي چې اوسنی نظام باید وساتل شي

خلیلزاد وايي چې اوسنی نظام باید وساتل شي
په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي، د امریکا پخواني ديپلومات زلمي خلیلزاد په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې نړۍ په سیمه کې د ثبات غوښتونکې ده او په افغانستان کې د نوي حکومت پاشل کېدل به د نا امنیو، ترهګریزو پېښو او بې ثباتۍ سبب شي.
(2021 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي، د امریکا پخواني ديپلومات زلمي خلیلزاد په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې نړۍ په سیمه کې د ثبات غوښتونکې ده او په افغانستان کې د نوي حکومت پاشل کېدل به د نا امنیو، ترهګریزو پېښو او بې ثباتۍ سبب شي.
اړوند موضوعات:
واکنش ها به استعفای زلمی خلیلزاد
هغه زیاته کړې نړۍ یوازې یوه چاره لري او هغه دا چې اوسنی حکومت په افغانستان کې وساتي خو له دوی سره د تعامل لارې چارې وپلټي.
خلیلزاد وایي ددې پلوی دی چې طالبان د نړیوالو خبرې واوري او نړیوال هم له دوی سره د مذاکرتو او خبرو لپاره زړه ښه کړي. هغه زیاته کړې چې دمګړی افغانستان له سخت وضعیت سره مخ دی او نړیوالو ته په کار ده چې خپل بشردوستانه مسوولیت ترسره کړي.
خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي چې تېر مذاکرات تر یوه حده بریالي وو او په وینا یې دوی دوې موخې لرلې، چې یوه یې د سرتېرو ایستل او بله یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وه، خو د سرتېرو پر ایستلو بریالي شول او د سولې برخه نیمګړې پاتې شوه چې د افغان حکومت د پاشل کېدو سبب شوه.






