روسیه وايي چې د افغانستان پۀ اړه ګڼ نور کنفرانسونه جوړوو

0
263

روسیه وايي چې د افغانستان پۀ اړه ګڼ نور کنفرانسونه جوړوو

هغه ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان د بیا رغونې لپاره مرستې ډېرې کړي، له نوي حکومت سره دې مرسته وکړي او پر دوی دې فشارونه نه راولي.

نوموړي ټينګار کړی چې د نړۍ اوسنی چلند د افغانستان پر وړاندې د بشري ناورین سبب کېدلی شي ځکه دمګړی په افغانستان کې د خوړو کمښت رامنځ ته شوی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي د افغانستان په اړه د غونډو او کنفرانسونو جوړولو ته ادامه ورکوي، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی افغانستان ته د اقتصادي مرستو د جذب په لټه کې دي چې له همدې امله به ددغه هېواد په اړه کنفرانسونه او غونډې ډېرې کړي.

کابلوف ویلي سبا به د ایران کنفرانس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې هم د افغانستان په اړه څو کنفرانسونه جوړ شي.

اړوند موضوعات: 

ضمیر کابلوف: سازمان ملل آماده لغو تحریم‌های ضد طالبان است

Leave a reply