عمران خان د یو شمیر نورو بهرني هیوادونو څخه هم ډالۍ ترلاسه کړي، خو هغه ی په پاکستان کښې نه دې څرګندې کړي

0
61

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان ته له بهر څخه د ترلاسه شوو تحفو په اړه نور انکشافات هم مخې ته راغلي دي.

دسرچينو له مخې عمران خان تر ٢٠١٩م کال وروسته دعربي هيوادونو څخه ترلاسه شوې تحفې نۀ دي په ډاگه کړي، عمران خان عرب هيوادونو ته د١٠ؤ دورو په مهال ترلاسه شوې قيمتي تحفې پټې کړي، ١٠ دورې د٢٠١٩ څخه تر ٢٠٢١م کال پورې ترسره شوي دي، ددغو ډاليو ارزښت دکروړونو روپو دى.
سرچينه وايي، له لسو ليدنو څخه يوازې په پنځو کې ترلاسه شوې ډالۍ په ډاګه شوې، يوازې د ټيټ ارزښت ډالۍ په ډاګه شوې او ګران بيه ډالۍ نه دي په ډاګه شوي، خو يوازې په يوه ليدنه کې ترلاسه شوې ډالۍ په ډاګه شوې.

دسرچينو ترمخه فواد چوهدري، حماد اظهر، امين اسلم، مولانا طاهر اشرفي هم دغه تحفې نۀ دي افشا کړي، اسد عمر يواځې په يوه ليدنه کې ترلاسه شوي تحفې افشا کړي، عبدالرزاق داؤد يواځې يو ساعت او ديو هير نمونه ذولفقار بخاري ښکاره کړې ده. یوازې په 2 لیدنو کې ترلاسه شوي ډالۍ وښودل.
سرچینې زیاتوي چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې عمران خان ته د ۳ لاکه ۲۵ زره ډالرو په ارزښت ساعت د ډالۍ په توګه ورکړل شو، د شاه محمود قریشي، زلفي بخاري او ندیم بابر ساعتونه تر دې زیات قیمتي وو، نو عمران خان د ۱۱۰ میلیونو (۱۱ کروړه) قیمتي ساعتونه ډالۍ کړل. ) او دا سوغات د 20٪ په ورکولو سره ترلاسه کړل، 20٪ د سوغات د پلورلو عاید څخه په توشه خانه کې جمع شوي.
………………………………….

Leave a reply