د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر شاهد خټک وايي، د صوبې بیوروکرېسي او په مختلفو څانګو کې د پي ټي ايي خلک د انتخاباتو په ترسره کېدو کې خنډ دي

0
174

باغی ټی وی رپورټ

جیو نیوز سره په خبرو کې د ټرانسپورټ وزیر شاهد خټک ویلي، چې د اساسي قانون له مخې د نگران حکومت وخت پای ته رسېدلی، اوس به ستره محکمه، الېکشن کمېشن او د ګوند مشران پرېکړه کوي.

شاهد خټک وویل چې د خیبر پښتونخوا بیوروکراسي او په مختلفو څانګو کې د پي ټي ايي خلک د انتخاباتو په ترسره کیدو کې خنډ دي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره د وزیراعظم، سپریم کورټ او الیکشن کمېشن نه نور کسان هم په بیوروکراسي کې راولي. واک او ټول ګوندونه له مشورې وروسته به ټاکنې ترسره کړو.

Leave a reply