د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې د حکومت د خوښې مطابق نور شیان ورشاملولې شي: فواد چوهدري

0
237

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې اليکشن کميشن تر دې دمه د عمران خان د نااهلۍ فيصله نه ده جاري کړې او فيصله کښې بدلون راوستلے شوے دے۔

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې فواد چوهدري اوويل چې په بندو کمرو کښې د فيصلې کولو دور تېر شو، د ملک تر ټولو مشهور مشر نااهل کړے شو، په کوم باندې چې خلقو د عمران خان سره د مينې څرګندونه وکړه، د پارټۍ هيڅ اپيل نشته او په ټول ملک کې خلک بهر راووتل، لومړی په کوټه، ګلګت بلتستان او دیامر کې احتجاجونه وشول، راولپنډۍ، اسلام اباد، کراچۍ، سکر، ګوجرانواله له کوم ښار نه خلک راووتل؟
ده ووئيل له سياسي ډګره د قومي مشر د لرې كولو مقصد د پاكستان كمزورول دي٬ د هېواد خلكو د چيف الېكشن كمېشنر دا فيصله رد كړې۔

پي ټي آئي وئيلي دي چي ٢٤ ساعتونه تير شوي دي ولي د انتخاباتو کميشن فيصله نه ده جاري کړي۔
د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د پرېکړې کاپي نه ده ورکړې، که تاسو پرېکړه نه لرئ، تاسو څه وایاست؟ د بهرنۍ مرستې په صورت کې د ټاکنو کمېشن په وېبپاڼه کې پرېکړه ليک خپور کړی، دا پرېکړه هم د بدلون په حال کې ده او د حکومت د خوښې کارونه به په کې شاملېږي او د توطيې خاوندان به په غېږ کې نيسي.

ده زیاته کړه چې د الیکشن کمیشن نه وړاندې هم مونږ هیڅ امید نه لرلو، د هغوي هدف یواځې عمران خان دی خو دا د عمران خان ستونزه نه ده، دا د پاکستان د ۲۲ کروړه خلکو ستونزه ده، نن په پاکستان کې انقلاب پیل شوی دی.
……………………………………….

نور خبرونه

عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي

څلویښت کالو راهسې د افغانانو کوربه توب لپاره امریکا د پاکستان ستاینه کړې او د پاکستان څخه ی مننه هم کړې ده چې افغانانو ته ی کور ورکړې دې

د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري

پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي

د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي

پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي

د عمران خان نااهلي، د پنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ده

Leave a reply