وینټیج کار ریلي،د زړو موټرو ریلي په تاریخي مچني چیک پوسټ پای ته ورسیده

0
140

باغي ټي وي رپورټ
د کراچی نه د زړو موټرو ریل نن په په تاریخي خیبر پاس د تورخم پولې سره څیرمه په مچني چیک پوسټ پای ته ورسیده، د ونیټیج کار ریلی د کراچي نه په ۸ نومبرپیل شوه او پرون پیښور ته راورسیده، په دې کار ریلي کښې د لاهور نه هم ۲۰ زاړه موټر یو ځای شوي وو.

د سرکاری سرچینو ترمخه د پیښور نه نن ۴۰ زاړه موټرچلوونکي ډرایوران چې د پاکستان د بیلا بیلو صوبو نه تعلق وو ، نن تاریخي مچني چیک پوسټ ته راورسیده.
په مچني چیک پوسټ رسنیو سره خبرو اترو کښې د اسلام آباد یو د زور موټر چلوونکي اوویل چې مونږ ډیر خوشحاله یو چې په دې ریلی کښې مو ګډون وکړو ، هغوی اوویل چې مونړ نړۍ ته پیغام ورکوو چې دلته په پاکستان او قبایلي سیمو کښې امن دې.
د یادونې ده چې د زړو موټرو دا ریلي د خیبر پښتونخوا د سیلګري ډیپارټمنټ په همکارۍ سره تابیا شوې وه ، یاده دې وی چې په دې ریلی کښې د کراچۍ نه یوه ښځینه موټر چلوونکې فوزیه عماد هم وه چې په اول ځل ی په دې ریلی کښې ګډون وکړو.

Leave a reply