پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) پرویز خټک ته د بیټ نښان وړاندې کول یو د سازش ګرځولو پس پوښتنې را پورته کړي دي

باغي ټي وي ربورټ
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) پرویز خټک ته د بیټ نښان وړاندې کول یو د سازش ګرځولو پس پوښتنې را پورته کړي دي.
د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر پوښتنه وکړه چې ولې د پي ټي آئي نه د بيټ نښان واپس اخستلے شو او پرويز خټک ته چا د بيټ نښه ورکولو وړانديز وکړو؟
ده ووئيل چې پي ټي آئي ته د ليول پلېنګ فيلډ نه وركول كېږي
د پي ټي آئي سينئر نائب صدر شير افضل مروت وئيلي دي چې د پرويز خټک بيان د دې ښکارندويي کوي چې هغه او اليکشن کميشن اختلاف لري، صرف اليکشن کميشن د بيټ نشان وړاندي کولے شي۔
نامتو قانونپوه او د پي ټي ائي کانديد سلمان اکرم راجا غوښتنه کړې چې پروېز خټک دې د الېکشن کمېشن د توهین نوټس واخستل شي.
د جيو نيوز پروګرام کېپيټل ټاک کې د خبرو په مهال سلمان اکرم راجا وويل پرويز خټک اليکشن کميشن ته په سازش کې د ککړې ادارې په توګه وړاندې کړی، د پرويز خټک بيان د اليکشن کميشن بې عزتي کړې ده.
سلمان اکرم راجا وئيلي دي چې د پيښور هائي کورټ د فيصلې وروستو د تحريک انصاف سمبول غير محفوظ دى، سازشونه ختميږي، هيله ده چې نظام به سم شي، د عدالتونو نه فيصلې راتلل شروع شوي دي۔
ياده دي وي چي پيښور کښي ميډيا سره د خبرو په مهال د پاکستان تحريک انصاف پارليمنټيرينز مشر پرويز خټک وئيلي وو چي ماته د بيټ نښاني وړانديز شوي وو ولي ما انکار کړے وو ولي هغه دا نه دي ويلي چي دا آفر چا ورکړے دے۔
بل لوري ته اليکشن کميشن هم د پرويز خټک په بيان خپل غبرگون ښودلى دى.د اليکشن کميشن د وياند له مخې اليکشن کميشن پرويز خټک ته انتخابي نشان “بټ” نه دى وړاندې کړى.
هغه وويل، چې د ټاکنو کمېسيون له لوري هيچا ته د ټاکنو نښه نه ده ورکړل شوې.
ياده دې وي چې په دې ورستيو کې د پاکستان اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف نه د پارټۍ د آئين مطابق د انټرا پارټيز انتخابات نه کولو په وجه د بيټ انتخابي نشان واپس اخستې وو.






