قبایلي سیمه کښې په پولیسو برید شوې، دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي دي

0
139

باغي ټي وي رپورټ
د ضم قبایلي سیمو د ضلع باجوړ به تحصيل خار سيمه کښې د راغګان ډيم په سیکوریټي مقررپه پولیس اهلکارو د ريموټ کنټرول بمي چاودنه شوې ده، په دې چاودنه کښې کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان شوي دي۔

ایس ایچ او قابل شاه رسنیو ته ویلي دي چې د باجوړ د خار تحصیل په راغګان بند سیمه کې د امنیتي ځواکونو په کاروان د ریموټ کنټرول بم برید شوی دې چې له وجهې یې دوه پولیس وژل شوي دي.د سرچینو ترمخه اهلکار عبدالحیان او سیراج په دې برید کښې وژل شوي دي.
د ځای سرچینو ترمخه په سیمه کښې د بمي چاودنې غږ تر لرې لرې اوریدل شوي دې او په سیمه کښې ډار خپور شوې دې، سرکاري چارواکي وایی په سیمه کښې ی د عملیات پیل کړي دي چې په دې پیښه کښې ککړ کسان ونیسي.

Leave a reply