د عمران خان د نااهل اعلانولو پس په ټول ملک کښې د پی ټي آیی کارکوونکو احتجاجونه کړي دي

0
198

باغی ټي وی رپورټ
د عمران خان د نااهلۍ خلاف د تحريک انصاف د کارکنانو د احتجاج په مهال د پي ټي آئي مشرانو په سيکورټي اهلکارو او انتظاميه باندې د ډبرو ګوزارولو په تور د ترهګرۍ ضد مقدمې درج کړې شوې دي۔

د حکومت لخوا درج شوي شکایت کښې د تحریک انصاف د مقامي قیادت خلاف د ترهه ګرۍ مقدمه درج کړې شوې ده چې پکښې عامر کیاني، قیوم عباسي، فیصل جاوید، راجه راشد حفیظ نومونه شامل دي.
په مقدمه کې د عمر تنویر بټ نه علاوه راشد نسیم عباسي او راجا مجید نومونه هم شامل دي.

د ايف آئي آر په متن کښې وئيلي شوي دي چې د تحريک انصاف کارکنانو په پوليس، ايف سي او انتظاميه باندې ډبرې وويشتلې.

په مقدمه کې ويل شوي دي چې مظاهره چيانو د وژلو په نيت د پوليسو پر موټرو د اور اچولو هڅه وکړه، د فيض اباد په ګډون يې په شاوخوا سيمو کې ونو ته اور ورته کړ او دولتي املاک ته يې د زيان رسولو هڅه وکړه.
…………………..

نور خبرونه

د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې د حکومت د خوښې مطابق نور شیان ورشاملولې شي: فواد چوهدري

عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي

څلویښت کالو راهسې د افغانانو کوربه توب لپاره امریکا د پاکستان ستاینه کړې او د پاکستان څخه ی مننه هم کړې ده چې افغانانو ته ی کور ورکړې دې

د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري

پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي

د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي

پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي

د عمران خان نااهلي، د پنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ده

Leave a reply