اډیاله جیل انتظامیه شهباز ګل د اسلام آباد وفاقي پولیسو ته وسپاره
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد د ځايي عدالت لخوا د پاکستان تحريک انصاف د مشر شهباز ګيل د ريمانډ په اړه د اسلام اباد او پنجاب پوليس ترمینځ شخړه رامنځ ته شوې وه، په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت له خوا د رېنجرز په غوښتنه د اډياله جيل انتظاميې ګل د اسلام اباد پوليسو ته وسپاره.
په اډياله جيل کې ډراماتيک صورتحال پيدا شو او د اسلام اباد پوليس چې د عدالت حکم يې راوړو د شهباز ګل په نيولو ټينګار وکړ، خو د جيل انتظاميې په کلکه د ګل له سپارلو انکار وکړ.
بلخوا د اډياله جيل بهر د پنجاب پوليسو او اسلام اباد پوليسو تر منځ نښته شوې او د اسلام اباد پوليسو د جيل د پنځمې نمبر دروازې ساتنه هم کړې ده.
خو د وفاقي داخله وزارت لخوا د رېنجرز د رابللو وروستو د اډياله جيل انتظاميې شهباز ګل د اسلام آباد پوليسو ته وسپارلو۔
د اسلام آباد پوليس شهباز ګل د اډياله جيل نه نيولې او اول به د علاج لپاره پمز ته منتقل کړے شي۔
وفاقي پوليسو ته تر سپارلو وروسته د پنجاب پوليس چارواکي هم اډياله جيل څخه واپس تللي دي.
نور خبرونه
د اسرایل او ترکیه چارواکو پریکړه کړې چې خپل بشپړه سفارتي اړیکې بیا بحالوي