د اډیاله جیل انتظامیه انکار کړې چې یو ځل بیا شهباز ګل د ریمانډ لپاره پولیس ته وسپاري

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد او پنجاب پوليسو د اسلام اباد د ځايي محکمې لخوا د پاکستان د تحريک انصاف د مشر شهباز ګل یو ځل بیا په ريمانډ د ورکولو مسله مخې ته راغلې ده.
په اډياله جيل کې ډراماتيک حالت دى او د اسلام اباد پوليس چې د عدالت حکم يې راوړى، د شهباز ګل په نيولو ټينګار کوي، خو د جيل انتظاميې په کلکه د ګل له سپارلو انکار کړى دى.
د اډياله جيل بهر د پنجاب پوليسو او اسلام اباد پوليسو تر منځ تودې خبرې هم شوې ده.
د اسلام آباد د جيل پينځه نمبر دروازه د اسلام آباد پوليس ساتي او د پنجاب پوليس د اډياله جيل دننه په تلو ټينگار کوي خو د اسلام آباد پوليسو د پنجاب پوليس په دروازه بند کړي دي.
بلخوا وفاقي حکومت د شهبازګل د ورسپارلو په معامله رېنجرز طلب کړي دي۔ د کورنیو چارو وزارت وايي، د محکمې د حکمونو عملي کولو لپاره یې رېنجرز راغوښتي دی او د ایف سي ګاډي هم راغوښتني دي.
ياده دي وي چي پخواني وزيراعظم عمران خان د ايډيشنل چيف سيکرټري او انسپکټر جنرل پوليس جيلونو ته امر کړي وو چي شهباز ګل په بيړني توګه هسپتال ته ورسوي.
نور خبرونه
د اسرایل او ترکیه چارواکو پریکړه کړې چې خپل بشپړه سفارتي اړیکې بیا بحالوي






