پي ټي آیی د خپل حکومت په ضد د سازش دعوي کولو څخه څو ورځې وړاندې په پاکستان کښې د سي آیی پخواني سټیشن مشر د خدمتونو د شرکت سره معاهده کړې وه

0
202

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دوی د حکومت پر ضد د امریکا د سازش دعوی څخه څو ورځې واندې په پاکستان کې د سي آی اې پخواني سټېشن مشر د لابینګ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی وو.

ياده دې وي چې د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۲۷مه د هغه وخت وزيراعظم عمران خان د اسلام اباد په پرېډ ګراونډ کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال يوه مقاله خپره کړې وه او د خپل حکومت پر ضد يې د امريکا دسیسې توجیه کړې وې.
عمران خان ویلي، چې د بهرنیو پیسو په مرسته په هېواد کې د حکومت د بدلون هڅه کېږي، موږ ته په لیک کې ګواښونه شوي، زه یو لیک لرم او هغه یې ثبوت دی.

د عمران خان له دې ادعا څو ورځې وړاندې د هغه حکومت په پاکستان کې د سي آی اې د پخواني سټیشن مشر رابرټ لارنټ ګرینیر د لابینګ شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ چې په امریکا کې ښه انځور جوړ کړي.
د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۲مه، د عمران خان د امریکايي دسیسې له ادعا یوازې ۵ ورځې وړاندې، دا بل څوک نه و، بلکې په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر اسد مجید و، چې له ډونالډ لو سره د خبرو حساب یې پاکستان ته استولی وو، دا ټول انکشافات په نویو اسنادو کې شوي دي.

له دې وړاندې د رابرټ لارنټ ګرینئیر سره لومړی معاهده په ۲۰۲۱ کال کې د عمران خان سلاکار افتخار دراني کړې وه، چې له مخې یې د نورو لګښتونو لپاره کمپنۍ ته د میاشتې ۲۵ زره ډالر ورکولو پرېکړه شوې وه.
نور خبرونه

اډیاله جیل انتظامیه شهباز ګل د اسلام آباد وفاقي پولیسو ته وسپاره

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې ویلي دي چې عمران خان په چارواکو فشار راوړي چې شهباز ګل د خپلې خوښې روغتون ته ولیږی

Leave a reply