Tag: Pakistan
-

د حکومت د لګښتونو کمولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سخت شرط ته په پام سره نگران حکومت د بودیجې کسر کمولو لپاره لویه پریکړه کړې ده.
باغی ټي وي رپورټ د سرچينو ترمخه نگران حکومت د روان مالي کال د پرمختيائي پروګرام د نوو پروژو د نه شروع کولو فيصله کړې ده چې پکښې به د روانو پرمختيائي منصوبو مالي ضرورتونه پوره کيږي۔ د مالیې وزارت سرچینې وايي، دا پرېکړه د هېواد ستونزمن مالي وضعیت ته په کتو شوې او د…
-

د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نوازشريف به نن په دوبۍ کې يوه مصروفه ورځ تيروي او کور ته د تللو نه وړاندې به نن په دوبۍ کې مصروفه وي.
باغی ټي وي رپورټ پخواني وزيراعظم نوازشريف د دوبۍ حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د اسحاق ډار د زامنو په کور کې ليدلي، چې نژدې نيم ساعت يې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې په پاکستان کې د پانګونې په ګډون د دوه اړخيزو ګټو په چارو خبرې وشوې. دسرچينو ترمخه نوازشريف سره بيلا…
-

نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ مولانا طاهر اشرفي د خپل خاص استازی په توګه ټاکلی دی.
باغی ټي وي رپورټ نگران وزیراعظم مولانا طاهر اشرفي د مینځني ختیځ او اسلامي هیوادونو لپاره د بین المذهبي هماهنګۍ ځانګړی استازی ټاکلی دی. د وزيراعظم پرنسپل سيکرټري توقير شاه د مولانا طاهر اشرفي د تقررۍ نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے۔ ياده دې وي چې مولانا طاهر اشرفي تر دې وړاندې هم د وزيراعظم د…
-

د ملي هوايي شرکت ۱۸ نورې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې لغوه شوي، چې له کراچۍ څخه د ۱۴ پروازونو په ګډون.
باغی ټي وي رپورټ د کراچۍ نه لاهور، بهاولپور رحيم يار خان او کوئټې څلور پروازونه لغوه شوي دي او پي کى 308 او پي کى 368 کراچۍ نه اسلام اباد لغوه شوي دي. د دې نه علاوه د دمام، مسقط، لاهور، بهاولپور، رحيم يار خان او کوئټې نه کراچۍ ته پروازونه لغوه شوي او…
-

غزې ته د پاکستان د بشري مرستو رسول د مصر العریش نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلي دي.
باغی ټي وي رپورټ د بهرني خبري اژانس له مخې العريش هوايي ډګر د غزې نه ٤٠ کلوميټره لرې پروت دى. له پاکستان څخه د ۸۱ ټنو بشري او طبي مرستو یوه ځانګړې الوتکه مصر ته رسېدلې ده، چې په مصر کې د پاکستان سفیر ساجد بلال دغه مرستې د مصر د سرې میاشتې ټولنې…
-

حکومت د حج سکیم لاندې د یو کس نه ۱۱ لاکه روپۍ جمع کولو فیصله کړې ده.
باغی ټي وي رپورټ د حج پالیسي 2024 منظورۍ لپاره وفاقي کابینې ته استول شوې او د ډالر بار کمولو لپاره د سپانسر شپ سکیم راتلونکي کال جاري ساتلو فیصله شوې ده. په راتلونکي حج باندې به ۲۸ ميليونه ډالره لګښت راځي او د سپانسرشپ سکیم لاندې به لس زره حاجیان د حج فریضه ادا…
-

د غزې او مصر تر منځ د رفح دهلیز به نن نه پرانستل کیږي.
باغی ټي وي رپورټ د بهرنيو ميډيا له مخې د رفح دهليز د نه پرانستلو له امله به هغو فلسطينيانو ته مرستې ونه رسيږي چې نن په غزه کې له لوږې او تندې سره لاس او ګريوان دي. تېره ورځ مصري رسنیو ادعا کړې وه چې د رفح دهلیز به نن پرانیستل شي، خو امریکايي…
-

د حیدر آباد په شمول په سندهـ کې په غیر قانوني توګه میشته افغانانو خلاف د عملیاتو د تیزولو لپاره تیاریانې پیل شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ کمشنر حیدراباد ټولو ډپټي کمشنرانو، ایس ایس پیز او د ډویژن نورو اړونده ادارو افسرانو ته هدایت کړی چې د حساس ادارو څخه هم مرسته وغواړي. کمشنر حیدر آباد دا هدایات جاري کړي دي چې د نومبر 1، 2023 څخه وړاندې په حیدراباد ډویژن کې د غیر رجسټر شوي افغانانو بیرته…
-

د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډله د کپتان ندا ډار په مشرۍ د شل اوريزو او شل اوريزو سياليو لپاره بنګله دېش ته روانه شوه، لوبډله به يې د دوبۍ له لارې ډاکه ته ورسېږي.
باغی ټي وي رپورټ د پاکستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډله به د بنګله دېش په سفر کې د درې شل اوريزو او درې يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړي. د پاکستان د ښځو لوبډله به د جمعې په ماښام ډهاکه ته ورسېږي او بیا به چټګرام ته ځي چرته چې به د اکتوبر په…
-

د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا او د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير د پاکستان د هوايي ځواک په عملياتي هوايي اډه کې د 14 هېوادونو د هوايي مشق انډس شيلډ 2023 معاينه وکړه.
باغی ټي وي رپورټ د پاك فضائيه لخوا د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن او آرمي چيف ته د ائير پاور سنټر آف اېكلينس كښې د تربيتي سهولتونو او د فضائي مشقونو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ د پاکستان د هوايي ځواک تر مشرۍ لاندې د انډس شیلډ 2023 هوايي مشقونو په اړه، ایر…