د حیدر آباد په شمول په سندهـ کې په غیر قانوني توګه میشته افغانانو خلاف د عملیاتو د تیزولو لپاره تیاریانې پیل شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
کمشنر حیدراباد ټولو ډپټي کمشنرانو، ایس ایس پیز او د ډویژن نورو اړونده ادارو افسرانو ته هدایت کړی چې د حساس ادارو څخه هم مرسته وغواړي.
کمشنر حیدر آباد دا هدایات جاري کړي دي چې د نومبر 1، 2023 څخه وړاندې په حیدراباد ډویژن کې د غیر رجسټر شوي افغانانو بیرته ستنیدل په سوله ایز او موثر ډول ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه په ناقانونه توګه د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده.





