Tag: Ishaq Dar
-

د تحریک انصاف پخوانۍ غړې فردوس عاشق اعوان ویلي دي چې د عمران خان میرمن بشری بي بي عمران خان تړلې کوڅې ته بوتله.
باغی ټی وی رپورټ نجي ټي وي سره خبرو كښې فردوس عاشق اعوان ووئيل چې بشرا بي بي ترې څو ځله د ميډيا انتظام كولو غوښتنه وكړه او بشرا بي بي پرې د حامد مير او سليم صافي په پروګرام كښې د ګډون كولو له امله نيوكې وكړې۔ فردوس عاشق اعوان زیاته کړه چې بشری…
-

د مسلم ليګ ن مشر او د دفاع وزير خواجه اصف وايي، هغه کسان چې پي ټي ايي پرېښودل د عمران خان د تېروتنو بار نه شي زغملی.
باغی ټی وی رپورټ سيالکوټ کې جيو نيوز سره دخبرو په مهال خواجه اصف وئيلي دي چې نوميالي سياسي مشران دمنصوبه بندۍ لاندې په دفاعي تاسيساتو بريدونه کوي، عمران خان يې هغسې غندنه نۀ ده کړې لکه څنګه چې يې کړې وه، سياستوال دې ددفاع په مضبوطولو کې خپل کردار ادا کړي. خواجه اصف ويلي…
-

د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو پارټي پريښودو سلسله نن هم روانه ده چي پکښي يو بل پخواني ايم پي اے ملک خرم علي خان هم پي ټي آئي ته الوداع ويلي دي۔
باغی ټی وی رپورټ په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ملک خرم علي د پي ټي ائي نه د خپلې استعفا رسمي اعلان وکړ او د نهم مې د پېښې ملزمانو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه. د پي ټي آئي اين اے 56 اميدوار ملک خرم علي خان…
-

په پېښور کې د جنسي تېري یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په روغتون کې د زېږون پر مهال مړه شوه.
باغی ټی وی رپورټ د پوليسو په وينا، د روغتون د ادارې د معلوماتو پر بنسټ پلټنې روانې دي، پر ١٣ کلنې نجلۍ پنځه مياشتې مخکې جنسي تېرى شوى و، د نجلۍ ماشوم له عملياتو وروسته په ټپي حالت کې مړ پيدا شوى و، چې نجلۍ د دوى له خوا راوړل شوې وه. د مور…
-

په پاکستان کې هم د دې اونۍ په ترڅ کې د سرو زرو په بیو کې د لوړیدو رجحان لیدل شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې د يو تول سرو زرو په بيه کې د تېرې اوونۍ په پرتله ١٢٠٠ کلدارې زياتوالى راغلى او د تېرې اوونۍ په پاى کې د سرو زرو بيه دوه لکه ٣٦ زره ٢٠٠ کلدارو ته ورسېده. د کاروباري اونۍ په پیل کې یعنی د…
-

د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په يوه شخصي دوره تايلېنډ ته رسېدلی دی.
باغی ټی وی رپورټ تر دې وړاندې ویل شوي وو چې مولانا فضل الرحمان لندن ته تللی او هلته به د مسلم لیګ نون له مشر نواز شریف سره وګوري. خو اوس د جے يو آئي وياند د مولانا فضل الرحمان لندن ته د تللو خبرونه رد کړي دي او وئيلي دي چي مولانا فضل…
-

د اسلام اباد، لاهور او پېښور په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
باغی ټی وی رپورټ د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد په شاوخوا سيمو نه علاوه مري، راولپنډۍ، لاهور، سرګودها، خوشاب، چکوال اٹک او فيصل اباد کې هم د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د زلزلې ټکانونه د هېواد په شمالي او لوړو سيمو کې هم محسوس شوي دي. د خېبرپښتونخوا په پېښور، سوات، صوابۍ، ملاکنډ، اېبټ…
-

د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان مشر خالد مقبول صدیقي ویلي، که د کراچۍ د اوبو مسوولیت وفاق ته ورکړل شي، نو د کراچۍ اوبه هم باید وفاق ته ورکړل شي.
باغی ټی وی رپورټ خالد مقبول صدیقي د سندهـ په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل که تاسو د کراچۍ د اوبو ذمه واري وفاقي حکومت ته ورکوئ نو د کراچۍ د اوبو ټول مسؤلیت وفاقي حکومت ته ورکړئ. هغه زياته کړه چې د وفاق په وړاندې يې د مردم شمارۍ په اړه خپل تحفظات…
-

د پاکستان تحريک انصاف يو بل پخواني ايم اين اے جمشيد توماس د پي ټي آئي نه د وتلو اعلان کړے دے۔
باغی ټی وی رپورټ جمشید توماس هم د ګوند له چوکۍ د استعفا اعلان کړی او د ګوند پرېښودو اعلان یې هم کړی دی. د پي ټي آئي جمشيد توماس د پيښور نه په اقليتي څوکۍ د اسمبلۍ غړې شو۔ جمشید توماس د اقلیتونو د څانګې عمومي منشي هم وو. نوموړي د مې د نهمې…
-

د پاکستان د ایټمي چاودنو د ۲۵ کالو د پوره کیدو په موقع وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دښمنان تل هڅه کوي چې په پوځ او ولس برید وکړي، د ولس یووالی د پاکستان اصلي اتومي قوت دی.
باغی ټی وی رپورټ وزيراعظم شهباز شريف د تکبير د ورځې په مناسبت خپل پيغام جاري کړے او وئيلي ئې دي چې د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف د کوم زبر طاقت د ګواښونو پروا نه ده کړې او نه هم د اربونو ډالرو وړانديز هغه د خپل عزم نه منحرف کولې شي۔ وزيراعظم وويل مونږ…