د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو پارټي پريښودو سلسله نن هم روانه ده چي پکښي يو بل پخواني ايم پي اے ملک خرم علي خان هم پي ټي آئي ته الوداع ويلي دي۔

0
183

باغی ټی وی رپورټ

په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ملک خرم علي د پي ټي ائي نه د خپلې استعفا رسمي اعلان وکړ او د نهم مې د پېښې ملزمانو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د پي ټي آئي اين اے 56 اميدوار ملک خرم علي خان وئيلي دي چې په 2013م کې ماته ټکټ نه وو ورکړے شوے خو زه د پارټۍ سره ولاړ يم، د پي ټي آئي سره تر 9م مئي پورې سفر روان وو۔

ده ووئيل چې په 9م مئي پښيمانه شو چې مونږ چې پي ټي آئي كښې شامل شوي يو هغه شان نه وو او د خپلو ټولو ملګرو سره سلا كولو وروسته يې د پي ټي آئي پريښودو فيصله وكړه۔

ملک خرم علي خان هم اعلان وکړ چې په خپله حلقه کې به سیاست ته دوام ورکوي.

Leave a reply